لوګر کې ښوونیز کمپاین وشو

په لوګر کې “بچيان مو په ښوونځيو کې شامل کړئ” ښوونيز کمپاين وشو.

پنجره، لوګر: سیف الرحمان غریب یار

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت په برکي برک او څرخ ولسواليو کې “بچيان مو په ښوونځيو کې شامل کړئ” ترعنوان لاندې په کليو کې ښوونيز کمپاين ترسره شو.

هغوی زیاتوي، چې دا ښوونيز  کمپاين د پوهنې رياست په غوښتنه د ودان مٶسسې په نوښت جوړ شوى و، چې يو شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په کې برخه اخيستې وه.

هغوی دغه راز وایي، چې د ياد کمپاين موخه دا وه، چې په يادو ولسواليو کې د ښوونځي عمر برابر ماشومان په ښوونځيو کې شامل شي او هم یې کورنۍ وهڅول شي، ترڅو خپل هغه ماشومان چې د ښوونځي شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، په ښوونځيو کې شامل کړي.

د دغه کمپاين  ګډونوالو په موټرو بېلا بېل شعارونه ځوړند کړي وو، کلي په کلي وګرځېدل او د لوډسپېکر له لارې يې خلک وهڅول، چې د ښوونځي عمر ته رسيدلي ماشومان د خپلو سيمو په نږدې ښوونځيو کې شامل کړي.
د کمپاين ترسره کوونکي وایي، ټول هغه ماشومان چې عمرونه يې ۷ کلنۍ ته رسيدلي وي په ښوونځيو کې شامل کړئ، بچيان مو له خداى ورکړي حق (تعليم) څخه برخمن کړئ، د علم زده کړه پر هر نارينه او ښځينه فرض ده.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌ پور عرب وایي، چې د ياد کمپاين په پاى کې د برکي برک او څرخ ولسوالیو ډېرو کورنیو  خپل هغه ماشومان چې په ښوونځي کې د شاملېدو عمر یې پوره کړی و، د خپلو سيمو په ښوونځيو کې شامل کړل او ډېرو نورو خلکو ژمنه وکړه، چې خپل بچيان به په ښوونځيو کې شاملوي.

عرب همداراز وایي، چې د لوګر د پوهنې رياست به د ودان مٶسسې په همکارۍ د لوګر په ټولو سیمو کې دا ډول ښوونیز کمپاینونه ترسره کړي.

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د شاه مزار سیمې یو تن اوسیدونکی سیف الله ستانکزي پنجره ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل، چې دا ډول ښوونیز کمپاینونه په کلیو او لرې پرتو سیمو کې په کورنیو مثبته اغېزه کوي، زه له ودان مؤسسې او د لوګر د پوهنې ریاست له مسؤلینو هیله کوم چې د عامه پوهاوي دا ډول کمپاینونه لا پراخ او ګړندي کړي، ترڅو د لرې پرتو سیمو خلک د زده کړو په اهمیت وپوهېږي او د هېواد ماشومان له زده کړو محروم پاتې نه شي.

د یادې سیمې یو بل اوسیدونکی بختیار بیا وایي، په کومه سیمه کې چې د علم ډېوې روښانه وساتل شي له هغې سیمې څخه د جهالت تیارې او بدبختۍ کډه کوي، زه د یوه منځني ښوونځي ښوونکی یم او د زده کړو په برخه کې په لوګر کې د ودان مؤسسې له فعالیتونو خوښ یم، خو له مسؤلینو غواړم چې دا ډول فعالیتونو ته لا زیاته وده ورکړي.

بلخوا د لوګر د ولایتي شورا پخوانۍ غړې نفسه هجران وایي، زه د ودان مؤسسې او د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلینو یاده کړنه ستایم او خوشحاله یم چې په لوګر کې د زده کړو لپاره عامه پوهاوی تر سره کېږي، خو د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړم چې د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ پرانیزي.

مېرمن هجران زیاتوي، په نړۍ کې هېڅ داسې حکومت شتون نه لري، چې ښوونځي یې د نجونو پر مخ تړلي وي، که طالب سرپرست حکومت غواړي چې افغانستان له نورو هېوادونو سره سیال کړي نجونو ته دې اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د لوګر د کلنګار سیمې د جهادي لیسې یوه زده کونکې فریده بیا وایي، دا د خوښۍ ځای دی چې افغانان د خپلو بچیانو راتلونکي ته متوجه شوي او د زده کړو کولو لپاره عامه پوهاوی کوي، خو د طالبانو هغې پرېکړې ناهیلې کړې یم چې په کې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونو زده کونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځي ته ولاړې شي.

فریده زیاتوي زه د لسم ټولګي زده کوونکې یم او هیله لرم چې د خپلو خلکو د خدمت لپاره د تعلیم او تربیه پوهنځۍ ولولم، خو د طالبانو له لوري د نجونو پر ښوونځیو بندیز سخته ناهیلې کړې یم.
فریده له طالب سرپرست حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي.

واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د ښوونیزو مرکزونو دروازې د زده کوونکو پر مخ وتړل شوې؛ له څه مودې وروسته د هېواد خصوصي پوهنتونونه، دولتي ښوونځي، او نور ښوونیز مرکزونه بیرته پرانیستل شول. خو طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځیو او دولتي پوهنتونو ته د فعالیت اجازه ور نه کړه.

نړۍ‌والو او په کور دننه ولسونو په ټینګار سره له طالبانو د دولتي پوهنتونو او د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوله؛ طالب مشرانو ژمنه کړې وه چې د ۱۴۰۱هجري لمریز کال په پیل سره د هېواد ټول ښوونځي پوهنتونه پرانیستل شي. خو د ښوونیز کال په را رسېدو سره طالب حکومت وویل چې لا هم هغه طرحه نه ده بشپړه شوې چې له مخې به یې د هېواد نجونې د شریعت په رڼا کې ښوونځیو ته ولاړې شي.

څو ورځې وړاندې د طالب سرپرست حکومت د رئیس الوزارا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې ډېر ژر به د هېواد ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

Back to top button