کشمیر کې د پوځ موټر سیند ته لوېدلی

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د پاکستاني پوځ يو لوی موټر سیند ته لوېدلی او پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د پاکستاني پوځ يو لوی موټر سیند ته لوېدلی چې له امله یې نهه پوځیان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير په باغ ضلع کې رامنځته شوې ده.

د پوځ په وينا، ياد موټر د ګزمې پر لور روان وو، چې د سړک په موړ کې د تاوېدو يا ګرځېدو په مهال سیند ته لوېدلی دی.

Back to top button