بلجیم کې یو افغان په بند محکوم شو

په بلجیم کې یو افغان په اته میاشتې بند محکوم او ۴۰۰ایرو نغدي جریمه شو.

د معلوماتو له مخې، د لوديځ فلنډر د تورنهوټ محکمې د یوسف په نوم یو افغان په اته میاشتې بند او څلور سوه ایرو جریمې ورکولو محکوم کړی دی

په نومړي فغان تور چې د سپټمبر میاشتې په څلورمه نېټه یې د تورنهوټ اړوند آرېنډونک په سيمه کې په بس کې د کنترول له مامورې سره نا وړه چلند کړی دی.

سرچینه وایي، چې د لين بسونو د کنترول مامورې د سفر پر مهال له یوسف څخه غوښتنه کړې چې ماسک واچوي په دې ډول یوسف خو هغه ورسره لفظي شخړه کړې وه.

تر دې وړاندې هم په اروپایي هېوادونو کې افغانان محکمه شوي او جریمه شوي دي.

Back to top button