تورخم کې یوه افغان ځان وژنه کړې ده

د سرچینو د معلوماتو له مخې نن د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله تورخم کې یوه افغان سپینږي ځان وژنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې یاد سپینږیري ته د پاکستاني ملیشو اجازه نه ورکوله چې پر تذکره افغانستان ته راستون شي له همدې امله یاد سپینږیري د بار وړونکي ټرېلر ټایرونو ته ځان ور اچولی او مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني حکومت له څو میاشتو راهیسې د تورخم په پول په اوښتو او را اوښتو محدودیتونه زیات کړي.

Back to top button