لوګر کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ هلک شوی
لوګر کې یوه ۱۶کلنه نجلۍ تر جراحي عملیاتو وروسته هلک شوی دی.
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په دهنو کلي کې د شهنار په نوم یوه ۱۶کلنه نجلۍ تر جراحي عملیاتو وروسته هلک شوی دی.
لوګر کې سرچینې پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې د شهناز په نوم دغه ۱۶ کلنه پېغله چې ۱۲ کاله زده کړې یې هم د نجونو ښوونځي کې کړي، تر جراحي عملیاتو وروسته هلک شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د کورنۍ غړیو هغه ته عبدالله نوم غوره کړی.
عبدلله دغې سرچینې سره په خبرو کې ویلي، چې غواړي پاتې زدهکړې بشپړې کړي او په خپله خوښه واده وکړي.