د بخښنې سازمان: پر ښځو دې د طالبانو لګول شوي بندیزونه د بشریت ضد په توګه وڅېړل شي

پنجره ورځپاڼه: د بخښنې نړۍوال سازمان وایي، د طالبانو سخت بندیزونه او د دوی له لوري د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کول د بشریت ضدجرمونه دي. دغه سازمان په وینا، د طالبانو جرمونه او تاوتریخوالی دې د نړۍوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي.

د بخښنې نړۍوال سازمان حقوق پوهانو له نړۍوال کمیسیون سره په ګډه «د ښځو پر وړاندې د طالبانو جګړه» افغانستان کې د بشریت ضد جنایت اوجنسیتي ځورونې» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی دی. په راپور کې راځي، چې د نړۍوالې جنایي محکمې څارنوالان باید د افغانستان د روان وضعیتپه هکله په خپلو روانو تحقیقاتو کې د بشریت ضد جرمونو ته پاملرنه وکړي.

راپور کې راغلي، په افغانستان کې د بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونو شوې، چې په کې جبري ودونه، پر ښځو د طالبانو بندیزونه، شکنجه،زنداني کول او د نورو ناوړه کړنو یادونه شوې ده.

د بخښنې نړۍوال سازمان او د حقوق‌ پوهانو کمیسیون ویلي، چې د طالبانو د جنسیتي ځورونې کمپاین، یو منظم او شدید ډول دی او موخه یې پهافغانستان کې د ښځو او نجونو محرومول دي.

د ویلو ده، چې طالبانو په افغانستان کې له خپلې واکمنۍ وروسته، پر ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه لګولي، چې دمګړۍ د طالبانو له لوري د نجونو ښوونځياو پوهنتونونه تړل شوي او همداراز ښځې د کار کولو اجازه هم نه لري.

ظاهر څراغ

Back to top button