بخښنې نړۍوال سازمان: افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د بخښنې نړۍوال سازمان له ګڼو هېوادونو غوښتي، څو د افغان کډوالو سره غيري انساني چلند پای ته ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان نن د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلاميه کې ويلي، چې افغان کډوال په يو شمېر هېوادونو کې له غير انساني چلند سره مخ دي او له خپلو حقونو بې برخې دي.

ياد سازمان په خپره شوې اعلامیه کې د ، ايران، پاکستان، ترکيې، تاجکستان، ازبکستان، او ماليزيا نومونه په ځانګړي ډول ياد کړي او يادونه يې کړې، چې په دغو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ښه چلند نه کېږي او وضعيت يې خورا د اندیښنې وړ ښودل شوی.

همداراز په اعلاميه کې ويل شوي، چې افغان کډوال د کار او زده کړو حقونه نه لري، د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله هم له جدي ګواښ او ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې دغه سازمان پر نړۍوالو غږ کړی، څو له افغان کډوالو سره غير انساني چلند پای ته ورسوي او په زور دې افغانستان ته د دوی استول ودروي.

Back to top button