امیرخان متقي د مالیزیا د بهرنیو چارو له سلاکار سره وکتل

د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو له ځانګړي سلاکار او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

د باختر دولتي آژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پرون د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو وزير له ځانګړي سلاکار داتو احمد اعظم عبدالرحمن او د جنوبي او مرکزي اسیا مرستیال سکرتر محمد اظهر مزلان او مل لوړ رتبه پلاوي سره وکتل.

د باختر آژانس راپور زیاتوي، چې په دې لیدنه کې پر سوداګرۍ ، اقتصادي اړیکو، بانکي سکتور، د زدکړو پر بهير او د دوه اړخيزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

Back to top button