امريکايي سناتورانو افغان کډوالو ته نوې لایحه جوړه کړې

سي ان ان ټلويزيوني شبکه‌ وايي، امريکايي سناتورانو په يوې داسې لايحې کار پيل کړی، چې که چېرې ومنل شي، نو افغان کډوالو ته به د ګرين کارتونو په ور کړه کې اساني رامنځته شي. 

د سي ان ان ټلویزیوني شبکې په راپور کې راغلي، چې دا لايحه‌ کانګريس ته وړاندې شوې او همداراز په دواړو جرګو کې د د ډېرو مخکښو سناتورانو ملاتړ له ځان سره لري.

ياده ټلويزيوني شبکه‌ وايي، چې ټول په دې باور دي، څو امريکا ته د تخليې ماموريت پر مهال تللي افغان کډوال بايد له بې برخليکۍ څخه خلاص شي.

د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې روی بلانټ، ايمي کلوبچار، لينډسي ګراهام، کريس کونز، ليزا مور او ريچارډ بلومېنټل هغه سناتوران دي چې په دغه لايحه يې کانګريس ته وړاندې کړې ده.

امريکا تېر ۲۰۲۱م کال د تخليې ماموريت پر مهال زرګونه افغان کډوال امريکا ته انتقال کړل، چې اکثرو ته يې لنډمهالې بشردوستانه ويزې ورکړې.

ويل کېږي اوس د امريکايي سناتورانو له لوري په وړاندې شوې لايحه کې ځينې، نورې داسې لارې چارې وړانديز شوي، چې پر مټ يې افغان کډوال کولای شي امريکا کې په اسانۍ سره ګرين کارټونه ترلاسه کړي.

Back to top button