امریکا: د افغانانو ګنګل شوې بودیجه نه ورکوو

امریکا وایي، چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته تصمیم نه لرو چې د افغانستان له ګنګل شوې بودیجه ازاده کړو.

امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د ولسمشر جوبایډن ادارې پرېکړه کړې ده چې د افغانستان د اووه میلیارده ګنګل شوې بودیجې هېڅ مقدار به بېرته دغه هېواد ته ورنکړل شي.

د یاد راپور له مخې، امریکا په دې تړاو له طالب سرپرست حکومت سره خبرې اترې درولي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر شتون د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له دغه هېواد څخه د نړۍوالې ترهګرۍ د بیا را ژوندي کېدو په اړه د لوېدیځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

څو اونۍ وړاندې امریکا د کابل په زړه شېرپور سیمه کې د یوه ډرون هوایي برید په پایله کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر خپور کړی و.

Back to top button