امریکا غواړي د افغانستان الوتکې تبادله کړي

امریکا غواړي د افغانستان پوځي الوتکې له ازبکستان او تاجکستان سره تبادله کړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړی چارواکي ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ازبکستان او تاجکستان د ملاتړ په بدل کې د شاوخوا ۵۰ پوځي الوتکو د تبادلې په لټه کې ده.

امریکایي ورځپاڼه پولیټیکو د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۹مه د دوو کسانو په حواله چې د یادو الوتکو د تبادلې په جریان کې دي، راپور ورکړی چې متحده ایالات له ازبکستان او تاجکستان سره د نږدې ۵۰ پوځي الوتکو د تبادلې لپاره خبرې کوي چې تېر کال له افغانستان څخه اخیستل شوې وې.

د دغه راپور له مخې، د طالب سرپرست حکومت د افغانستان د پخواني حکومت د ځای ناستي په توګه، ادعا کوي چې دا الوتکې د دوی دي.

د پخواني حکومت له سقوط سره د افغانستان لسګونه پوځي الوتکې تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته لېږدول شوې وې چې لا یې هم طالب سرپرست حکومت ته نه دي سپارلي.

Back to top button