امريکا خپلو اتباعو ته: پاکستان ته مه ځئ

امريکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی‌‌، چې پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. 

پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو او وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په دوام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته ويلي، چې د دغه هېواد یو‌ شمېر سیمو ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

دغه وزارت خپلو وګړو ته سفري لارښوونه خپره کړې او په‌ کې یې خبرداری ورکړی، چې یادو شویو سیمو ته سفر ونه کړي.

تېره اونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم په دغه هېواد کې د ټي‌ټي‌پي او د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

بلخوا پاکستاني رسنیو هم دې موضوع ته په اشارې راپورونه ورکړي او ویلي یې دي، چې امریکا خپلو اتباعو ته له دې کبله دغه سیمو ته له سفر راګرځوي، چې په کې ترهګریز بریدونه او تښتونې زیاتې شوې دي.

پاکستاني رسنیو همداراز په خپلو راپورونو کې ویلي چې د امریکا دغه خبرداری به د دغه هېواد د پاشل‌کېدو له ګواښ سره مخ اقتصاد ته لا زیان ورسوي او د ګرځندوی صنعت به یې زیانمن کړي.

Back to top button