امريکا: طالبانو د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې

امريکا وايي، چې طالبانو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په خپلو تازه څرګندونو ويلي، چې طالبانو کابل کې د القاعدې مشر ايمن الظواهري ته پناه ور کړې وه او دا یې له واشنګټن سره د دوحې له لاسليک کړي تړون وروسته پوره سرغړونه ده.

هغه ويلي، چې طالبانو د دوحې د هوکړې پر اساس له امریکا سره ژمنه کړې وه، چې له القاعده شبکې سره به خپلې اړيکې له منځه وړي، خو ايمن الظواهري ته په پناه ورکولو دوی ثابته کړه، چې لا هم دغې شبکې سره اړيکې لري.

امريکا تازه اعلان کړی، چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې د ډرون الوتکو د بريد په پايله کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري وژلی دی.

بلخوا د طالب سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې کابل کې د امريکايي ډرون الوتکې بريد، په هر دليل چې وي، د دوحې له تړون سرغړونه ده.

د يادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې په کابل کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي وو،خو طالب سرپرست حکومت ويلي، چې له نامعلومې سيمې څخه په کابل ښار راکټونه راتوغول شوي او او په وینا يې تلفات نه لري، خو د امريکا ولسمشر جو بایډن له څرګندونو وروسته ثابته شوه، چې دا راکټونه نه وو، بلکې امريکايي الوتکو په کابل ښار کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري پر ضد عملیات ترسره کړي او هغه يې وژلی دی.

Back to top button