امريکا: افغانستان کې زمونږ مبارزه پای ته نه ده رسیدلې

د امريکا دفاع وزير وايي، چې افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې زموږ مبارزه لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

د امريکا د دفاع وزير لویډ اسټن له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو د کليزې په ورځ خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې امريکا په ٢٠٠١ کال کې افغانستان ته لاړه چې د خپل ځان د دفاع لپاره يوه ضروري جګړه پيل کړي.

هغه ويلي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د القاعده ترهګرې ډلې زموږ پر هېواد برید وکړ او دوی وکولای شول، چې يو خطرناک برید پلان او عملي کړي، ځکه چې طالبانو دوی ته په افغانستان کې خوندي ځای ورکړی و.

هغه زياتوي، چې د ۲۰۰۱ کال راهيسي هېڅ دښمن نه دی توانیدلی، څو زموږ پر خاوره داسې برید وکړي، خو وايي بیا هم، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه پای ته نه ده رسیدلې.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو هم خبرداری ورکړی و، چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو په وتلو د دې امکان برابر کړی، څو امریکا د سپټمبر په څېر له یوې بلې خطرناکې پېښې سره مخ شي.

د يادونې وړ ده، چې یو کال وړاندې د اګسټ په ۳۱مه امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورساوه او ورسره جوخت طالبانو دغه ورځ په هېواد کې له امریکايي اشغاله د ازادۍ د ترلاسه کولو کلیزې په مناسبت ونماځله.

Back to top button