امریکا: هڅه مو دا ده، چې افغانستان کې وضعیت خراب نه شي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نیډ پرايس په يوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال خبريالانو ته ويلي، چې امريکا د افغانستان د يوه ستر مرسته کوونکي په توګه په دې هڅه کې ده، څو په دغه هېواد کې د وضعیت خراب نه شي.

هغه همداراز ويلي، د طالبانو دغه پرېکړه چې، په له مخې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي مؤسسو کې ښځې له کاره منع شوي، د هغو مېلیونونه افغانانو ژوند، چې پر بشري مرستو تکیه دي، له جدي ګواښ سره مخ کړی.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال ویلي چې، په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسساتو کې د ښځو د کارونو د منع کېدو په تړاو به د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی چارواکی په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.

Back to top button