امریکا: احتمال شته القاعده شبکه له امریکا غچ واخلي

د امریکایي سرچینو د معلوماتو له مخې، وروسته له هغې چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دغې شبکې له لوري د غچ اخیستنې د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون خبرداری ورکړی، چې د امریکا له لوري د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل ښايي د القاعده پلویان دې ته اړ کړي چې امریکايي تاسیسات یا اتباع په نښه کړي.

یاد وزارت زیاتوي، چې اوسني معلومات ښیي چې ترهګریز سازمانونه د نړۍ په یو شمېر سیمو کې د امریکا د ګټو پر ضد ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ښایي په دې بریدونو کې د ځانمرګو عملیاتو، وژنو، تښتونو، یرغمل نیونې او چاودنو په ګډون له پراخو تاکتیکونو کار واخیستل شي.

Back to top button