امريکا د اوکراین دفاعي سيسټم پياوړی کوي

امریکا وايي، اوکراین ته يې د لرې واټن ویشتونکي هوايي دفاعي سیسټم د استولو لړۍ پيل کړې ده. 

د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي يوې خبري غونډه ته په خبرو کې ويلي، چې متحده ایالت هڅه کوي، څو د ډسمبر میاشتې تر پای پورې اوکراین ته د هوايي دفاعي سيسټم دوه واحدونه وسپاري.

د روسیې له لوري د اوکراین په څو ښارونو د توغندیزو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي سره په ټيلفوني خبرو کې ژمنه کړې، چې د دغه هېواد هوایي دفاعي سیستم به پیاوړی کوي.

تر دې وړاندې اوکراین ادعا کړې وه، چې د تېره دوشنبې به يې د روسیې له لوري د شاوخوا ۸۰ توغول شويو توغندیو نیمایي شنډ کړي چې ډېر یې کروز توغندي وو.

بلخوا د امریکا حکومت وايي، چې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یې اوکراین سره څه باندې ۱۶ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.

Back to top button