امريکا په پاکستان کې خپلو اتباعو ته د احتياط سپارښتنه کړې

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د پرلپسې وسله‌والو بریدونو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو په دغه هېواد کې خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې، چې احتياط وکړي.

پرون پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې وسله‌والو په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکزي دفتر برید کړی، چې مسووليت هم ټي‌ټي‌پي‌ منلی، خو د مرګ‌ژوبلې د شمېر په اړه يې نور څه نه دي ویلي.

بلخوا رويټرز د پاکستاني امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې وسله‌والو برید پر مهال د قومندانۍ په مرکز کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

له دې سره جوخت جيو نيوز راپور ورکړى، چې د کراچۍ د پوليسو پر مرکزي دفتر د وسله‌والو بريد د ټولو بريدکوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد او ناتاييد شوي شمېرې له مخې ٣ کسان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

له دې او نورو پراخو بریدونو وروسته په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې په پاکستان کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له احتیاطه کار واخلي.

تر دې څو ورځې وړاندې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي و چې دغه هېواد په تېرو لسو کلونو کې له ډېرو ناامنیو سره مخ دی او د دغه سازمان د څېړنو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د تروریستي بریدونو کچه کې ۵۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ظاهر څراغ 

Back to top button