امریکا: پر اوکراین د روسیې وروستي بریدونه غندو

امریکا د روسیې له لوري د اوکراین پر پلازمېنې کیف او نورو سيمو وروستي توغندیز بریدونه غندلي دي.

امريکا وايي، پر اوکراین د‌ روسيې وحشیانه بریدونو کې د یو پوهنتون او د ماشومانو لوبو میدان په ګډون ګڼ ملکیان په نښه شوي او په وينا يې د دې بريدونو په کلکه غندنه کوي.

امريکا همداراز وايي، چې له اوکراین سره به په دوامداره توګه خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترش هم ویلي دي، چې د روسیې له لوري پر اوکراین وروستيو بريدونو ژور ټکان ورکړی دی.

هاخوا ولسمشر ولادیمیر پوتین بيا وايي، چې دا بریدونه یې د اوکراین له لوري د روسیې او کريميا ترمنځ مهم پول د بمي چاودنې د غچ اخيستلو په خاطر کړي.

ورسره جوخت اوکراین ادعا کوي، چې روسیې پرې په یوه ورځ کې ۸۳ توغندي توغولي او زياتوي، چې د هېواد امنیتي ځواکونو يې تر ۴۰ زيات راکټونه شنډ کړي دي.

Back to top button