امریکا او ټکنالوژي

د امریکایي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ،د امریکا د سمندري څېړنو لابراتوار په لومړي ځل د مایکرو څپو پر مټ ١،٦ کیلو واټه برېښنا، له کېبل پرته، تر یوه کیلو متر واټن پورې لېږدولې ده.

که څه هم پر نورو فضایي اجسامو لکه سپوږمۍ او مریخ د لمرینې برېښنا ستر پلانټونه جوړول او بیا یې انرژي په وایرلېس ډول ځمکې ته انتقالول، تر اوسه له واقعیته ډېره لرې خبره ده، خو دا نظریه شته ده.
د برېښنا وایرلېس لېږدول ګټوره ټکنالوژي ده؛ ځکه نړۍ غواړي چې پر تېلو تکیه را کمه کړي او ځای یې پاکې انرژي ته ورکړي.

Back to top button