الجزيره: د ځينو فاسدو چارواکو له کبله نن زيات شمېر افغانان ښه ژوند نه لري

الجزيره‌ ټلویزیوني شبکه راپور ورکوي، چې د افغانستان پخواني حکومت ځيني فاسد چارواکي په بهر کې ښه ژوند لري، خو په دغه هېواد کې يې ميليونونه انسانان له لوږې او غربت سره مخ کړل. 

د الجزيرې نړۍوالې ټلويزيوني شبکې انګليسي څانګې راپور ور کړی او ويلي يې دي، چې د افغانستان پخواني حکومت ځينو فاسدو چارواکو د خپل حکومت په وروستيو کلونو کې له متحده عربي اماراتو نيولې، بيا تر ترکيې او د امريکا کاليفورنيا کې کورونه اخيستي او هلته د سمندرونو په غاړه کې ښه ارام تېروي، خو ميليونونه افغانان یې له غربت او لوږې سره مخ کړل.

ياده خبري شبکه زياتوي، د افغانستان پخواني حکومت کې ځيني فاسدې کړۍ موجودې وې او دوی ميليونونه ډالر غلا کړل، چې له کبله يې نن زيات شمېر افغانان له لوږې سره مخ شوي دي.

سرچينه همداراز ليکي، پخواني حکومت کې هغه کسانو چې فساد کړی، په بهر کې ښه ارام لري، خو وايي د فساد تاوان يې هغو بيچاره خلکو ته ورسېد، چې په ټيټو څوکيو کې يې کار کاوه او د خپل راتلونکي لپاره يې هيلې لرلې.

Back to top button