اختریز پیغام

سلامونه د پنجره ورځپاڼې درنو لوستونکو، د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د پنجره ورځپاڼې مشرتابه او ټول غړي تاسې او ستاسو درنو کورنیو ته مبارکي وایي، لمونځونه، صدقې او ټول عبادتونه مو د لوی خدای ج په دربار کې قبول او منظور شه.

هیله ده چې دغه نېکمرغه کوچنی اختر په ګران هېواد افغانستان کې د ورورګلوۍ، مینې یو بل منلو او تل پاتې سولې سبب وګرځي، ګرانو هېوادوالو راځئ د دې نېکمرغه اختر په را رسېدو سره د هېواد د بیارغولو او بېرته په خپلو پښو درولو لپاره یو بل ته د ورووۍ لاسونه ورکړو، ترڅو هېڅ افغان د پردۍ جګړې د اور خشاک ونه ګرځي.

یو هېواد هغه وخت د نورو ابادو هېوادونو سیال کېدی شي؛ چې وګړي يې په اتفاق، اتحاد، د پوهې او تعلیم په ګاڼه سمبال وي، درنو مشرانو، خویندو او ځوانانو راځئ د دې جنت هېواد د بقا او په ځان بسیاینې لپاره پوهې او زده کړې ته مخه کړو.

د اباد، ښاد او سوکاله افغانستان په هیله.

د پنجره ورځپاڼې کاري ټیم.

Back to top button