له عربي اماراتو سره د هوایي ډګرونو قرارداد

‏له متحده عربي اماراتو سره د ‎افغانستان هوايي ډګرونو د تنظیم او کنټرول قرارداد لاسلیک شو.

سرچینې وایي، چې د متحده عربي اماراتو ګاک Gaag په نوم له یوه شرکت سره د هېواد د څلورو هوايي ډګرونو مدیریت قرارداد (Ground handling) لاسلیک شو.
په دغه څلورو کې د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف هوايي ډګرونه شامل دي.

‏د طالبانو د سرپرست حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د تنظيم او مديريت د قرار داد د لاسليک په تړاو جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او نېکو اړيکو غوښتونکي يوو او همدارنګه له هغوى څخه غواړو چې په افغانستان ‏کې پانګونه وکړي، موږ يې امنيت تامينوو او تسهيلات ورته برابرو.

Back to top button