بلخ کې د هوایي ډګر په کارکوونکو برید شوی

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د هوایي ډګر په کارکوونکو برید شوی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د بلخ امنیتي چارواکي وايي، چې د هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر د نامعلومو وسله والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري رسنیو ته ویلي، دغه برید تېر ماسپښین ۳ بجې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې شوی دی.

د وزيري په وينا، د بلخ د هوايي ډګر د تخنيکي کارکوونکو يو کاسټر موټر چې د ښار په لور روان و، د نامعلومو وسله والو له لوري پرې بريد شوى دى.

Back to top button