م.ع.ا سره د هوايي ډګرونو د امنيت تړون لاسليک شو

سرپرست حکومت وايي، د افغانستان د څلورو نړۍوالو هوايي ډګرونو امنیتي قرارداد د متحده عربي اماراتو له ګاک کمپنۍ سره لاسليک شوی.

د‌ طالب سرپرست حکومت  د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په خبرپاڼه کې راځي، چې د کابل، هرات، کندهار او مزارشريف نړۍوالو هوايي ډګرونو د هوايي چلند امنیتي قرارداد د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له مرستيال غلام جيلاني وفا او د عربي ګاک کمپنۍ اجرايوي رئيس ابراهيم معرفي ترمنځ لاسليک شوی دی.

دغه سرچينه زياتوي، چې له دې قرارداد څخه يې موخه د ايکاو سازمان د اولسمې ضمیمې په اساس یادو نړۍوالو هوايي ډګرونو کې د مسافرینو د چک او کنټرول په نړیوالو معیارونو د الوتکو، هوايي ډګرونو او مسافرينو امنيت ترسره کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې رسنيو خبر ورکړی و، چې د هوايي ډګرونو د امنيت قرارداد به له ترکيې هېواد سره کېږي.

Back to top button