د ایران پر نظامي تاسیساتو هوايي بریدونه شوي

پنجره ورځپاڼه: بهرنۍ رسنۍ د ایران د دفاع وزارت د نظامي تاسيساتو په بېلابېلو سيمو د بې پیلوټه الوتکو له لوري د بريدونو خبر ورکوي. پېښه چې د ایران دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې هم منلې وايي، دغه بریدونه تېره شپه په شاوخوا ۱۲ بجو شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په اصفهان کې د دفاع وزارت اړونده پر يوې ودانۍ هوايي برید شوی، خو زياتوي چې ځاني زيان يې نه درلود. د ایران د دفاع وزارت وايي، له دې برید څو ساعته مخکې د اصفهان د مهماتو د تولید په يوه کارخونه کې هم یوه لویه چاودنه رامنځته شوې ده.

د سرچينو د خپاره شویو راپورونو له مخې دا چاودنه د ایران د دفاع وزارت اړوند د وسلو جوړونې یوه کارخونه کې شوې چې په وينا یې چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د ايران د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې چاودنه کې څوک نه دي وژل شوي خو دوه بریدګرې بې پیلوټه الوتکې ويشتل شوې دي. د ایران دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د دغه برید پړه په کوم هېواد نه ده اچول شوې.

Back to top button