د بلخ له چاودنې وروسته ريچارډ بنټ د‌ افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه وکړه

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری حقونو په برخه کې ځانګړي استازي «ریچارډ بنټ» په افغانستان هېواد کې د خبریالانو د ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي استازي تېره ورځ په یوه ټویټ پيغام کې ویلي، چې د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د «تبیان په فرهنګي مرکز» کې د خبریالانو پر يوې غونډې برید، په افغانستان کې د خبریالانو پر ازادۍ یو بل ګوزار دی.

همداراز ښاغلي بنټ، په دې غونډه کې د شوي برید د هر اړخیزې څېړنې او تعقیب غوښتنه کړې ده.

د افغان خبریالانو ملاتړي بنسټونه تاییدوي چې په دغه برید کې ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ټپیان شوي دي. په بلخ کې د خبریالانو د فعالیتونو د ستاینې په مراسمو کې چاودنه په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button