افغانان په تذکرو خپل هېواد ته تللی شي

په اسلام‌اباد کې افغان سفارت وايي، چې له ډېرو هڅو وروسته له پاکستاني چارواکو سره دې هوکړې ته رسيدلي، څو له پولې هاخوا ایسارو افغانانو ته په تذکرو د تورخم په دروازه د تلو اجازه ورکړي.

دغه سفارت کاږي، دا هغه افغانان وو، چې تر دې وړاندې په تذکرو پاکستان ته تللي او هلته بند پاتې وو.

همدارنګه افغان سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې د‌ اسنادو نه لرونکي افغانان کولای شي د روانې اپريل مياشتې تر ۲۹مې نېټې په تذکرو افغانستان ته واوړي.

د طالبانو واکمنېدو سره جوخت، پاکستان د ځانګړو شرايطو لرونکو کسانو ته اجازه ورکړه، چې د سپين بولدک او تورخم له لارو په تذکرو دغه هېواد ته لاړ شي او له همدې کبله زیات شمېر افغانان پرته له پاسپورټ او ويزې لاړل، خو هلته څو مياشتې له سختو ستونزو سره مخ شول.

وروسته بيا پاکستان په خپل سياست کې بدلون راوست او اعلان يې وکړ، چې نور افغانان پرته له ويزې او پاسپورټ نه شي کولای دغه هېواډ ته سفر وکړي، خو د طالبانو راتګ سره سم زرګونه افغانان ياد هېواد ته تللي وو.

افغانانو همداراز په پاکستان کې څو ځلې اعتراضونه او لاريونونه وکړل،خو هېڅ ګټه يې نه لرله او پاکستاني پوځيانو د‌ تګ اجازه نه ورکوله.

Back to top button