د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې بې اعتباره سند دی

د افغانستان پاسپورټ يو ځل بيا د نړۍ په کچه تر ټولو بې اعتباره سند ګڼل شوی دی.

د هینلي پاسپورټ اندېکسHenley Passport Index په نوم يوې ټولنې چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي، تېره ورځ پر خپله وېبپاڼه ليکلي، چې د افغانستان پاسپورټ لرونکي یوازې ۲۶ هېوادونو ته سفر کولای شي او په دې‌ سره دا پاسپورټ د نړۍ بې په کچه اعتباره سند بلل شوی دی.

همداراز له افغانستان وروسته د عراق، سوریې او پاکستان تر ټولو ډېر بې اعتباره پاسپورټونه پېژندل شوي دي.

برعکس بيا د جاپان او سینګاپور پاسپورټونه د دې نوملړ په سر کې راغلي چې خاوندان یې ۱۹۲ هیوادونو ته له ويزې پرته پرې سفر کولای شي او د دې نوملړ په دويم ځای کې د جرمني پاسپورټ دی، چې لرونکي یې د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته له وېزې پرته سفر کولای شي.

Back to top button