افغانستان له بنګله‌دېش څخه لوبه وګټله

د اسيا کپ سياليو په لړ کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ستره ماته ور کړه.

بنګله دېش لوبډلې د لوبې ټاس وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدو افغانستان ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه. د توپ اچونې په برخه کې مجیب الرحمن ځدران او راشد خان درې درې وېکټې ترلاسه کړې.

په دويمه پاڼۍ کې افغانستان یوازې د درې وېکټو په غورځېدو سره وشو کولای چې ټاکل شوی هدف په ۱۹ اور پوره کړي او لوبه د ۷ وېکټو په توپیر سره وګټي.

د توپ وهنې په برخه کې نجیب الله ځدران ۴۳ منډې او ابراهیم ځدران ۴۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

مجیب الرحمن ځدران د ۱۶ منډو په ورکولو او د درې وېکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

د يادونې وړ ده، افغانستان په دې بریا سره لومړۍ لوبډله شوه، چې د اسیا کپ نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کوي.

Back to top button