افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې له لوري ته ۴۰ميليونه ډالرو مرسته شوې
د افغانستان بانک وايي، چې د نړۍوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په لړ تازه د ۴۰میلیونه ډالرو نغدي کڅوړه کابل ته را ورسېده.
د افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نړۍوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو په لړ کې، د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله نغدي کڅوړه هم کابل ته را رسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ۴۰ میلیونه ډالرو دوه نورې کڅوړې کابل ته را رسېدلې او افغانستان بانک ته سپارل شوې وې.
په ورته وخت کې د افغانستان بانک د نړۍوالې ټولنې د مرستو ستاینه کړې او له مرستندویه هېوادونو یې له افغانستان سره په بانکي راکړه ورکړه کې د اسانتیاوو غوښتنه هم کړې ده. دغه راز ياد بانک ویلي، چې په دې سره به د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اغېزناک تعامل لپاره هواره شي.