افغانستان د رواني ناروغۍ له ناورین سره مخ دی

د ماشومانو د ساتنې او خونديتوب ادارې په خپل يو تازه راپور کې ويلي، چې افغانستان د رواني ناروغۍ له ناورین سره مخ دی.

راپور کې راغلي، چې افغانستان کې اقتصادي ناورین او د کلونو جګړو د ماشومانو په رواني حالت ناوړه اغیز کړی دی.

د ماشومانو د ساتنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې له هرو څلورو ماشومانو او لویانو څخه یوازې یو یې درملنه ترلاسه کوي او ډیری یې له روغتيايي خدماتو نه دي برخمن، چې ممکن راتلونکي کې او د اوږدمهاله مودې له ناروغیو سره مخ شي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې په دې تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې افغان ماشومان له ګڼو رواني او روحي فشار سره مخ دي، ځکه په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي کړکېچ دروند بار زغمي.

راپور زياتوي ، چې ډېری افغان ماشومان د شپې له خوا لوږې سره ویده کېږي، ښوونځي پرېږدي چې کار وکړي او د کورنیو اړتیاوې پوره کړي، د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي او راتلونکي ته ډېر لږ امید لري.

د دغې ادارې د راپور له مخې، اټکل کېږي چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه او ۴۶۰ زره ماشومان او لویان رواني درملنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

Back to top button