افغانستان په لومړي ځل قزاقستان ته سپین کاغذ صادر کړ

افغانستان د لومړي ځل لپاره قزاقستان هېواد ته د سپین کاغذ یوه چوفه ولېږدوله.

د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلین وایي، چې له افغانستان څخه د لومړي ځل لپاره قزاقستان هېواد ته د سپین کاغذه چوپه ولېږدول شوه.

هغوئ زیاتوي چې یاد کاغذ د “بهیر ګروپ کمپنیو” له لوري د کاغذ له یوې فابریکې څخه په A4 او A3 اندازه تولید شوی وو.

بهیر کمپنۍ په افغانستان کې د کاغذ جوړولو لومړنۍ کمپنۍ ده، چې په ۱۳۹۹ه کال کې یې په کابل فعالیت پیل کړی دی.

Back to top button