افغانستان بانک سبا یکشنبه ۱۵ ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې سبا د یکشنبې په ورځ ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې پلور ته وړاندې کوي. 

د یاد بانک خبرپاڼه زياتوي، له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو برابرو شرکتونو څخه غوښتنه کېږي، چې په دې داوطلبۍ کې ورسره برخه واخلي.

همداراز يادې سرچينې څرګنده کړې، چې د ليلام ګټونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د ليلام ورځې تر پایه تصفيه کړي.

د افغانستان بانک تر دې وړاندې هم سلګونه میلیونه ډالره د افغانيو د ارزښت لوړولو په موخه ليلام کړي دي.

Back to top button