افغانستان بانک ۱۳میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک غواړي چې ۱۳میلیونه ډالر په لیلام ډول وپلوري.
د افغانستان بانک وایي، چې نن یک شنبه د وري میاشتې په ۲۱ نېټه د داوطلبۍ له لارې د اړتیا په صورت کې (۱۳) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول پلوري.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
هغوئ زیاتوي، د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
هغوئ دغه راز زیاتوي، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.