افغان ځوانانو د فوټبال مرکزي اسیا لوبو په لړ کې ترکمنستان ته ماته ورکړه

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان د فوټبال ۲۰ کلنو ملي لوبډلې له ترکمنستان څخه دوه د یو پر وړاندې لوبه وګټله.

د افغانستان د فوټبال ۲۰ کلنو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا لوبو په لړ کې پرون (یکشنبه د غویي۳۱مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د «زسکا» پهلوبغالي کې ترسره او افغانستان وکولی شو چې له ترکمنستان څخه لوبه وګټي.

د افغانستان لخوا لومړی ګول «فرهاد علی‌زاده» ترسره خو سیالې لوبډلې هم وکول شو چې لوبه مساوي کړي. په دې لوبه کې ترکمنستان هم په لومړۍنیمايي کې یو پنالټي ګول واخیست، خو د افغانستان ګول ساتونکي «فیصل سعیدخېل» د دغه ګول مخه ونیوله.

د افغانستان لخوا په زړه‌پوری ګول د لوبې په دویمې نیمايي کې تر سره شو او لوبه د دوه یو پر وړاندې دا افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

د دې لوبو په لړ کې به افغانستان نن خپله دویمه لوبه څلور نیمې بجې له کوربه تاجکستان سره ترسره کوي. د افغانستان په ګډونازبکستان،تاجکستان،ترکمنستان او ایران په دې سیالیو کې برخه اخیستې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button