افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې له سریلانکا د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې سریلانکا ته په دوو یو ورځنیو لوبو کې ماتې ورکولو سره لوبلړۍ دوه پر صفر وګټله. دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې وشوې.

د افغانستان او سریلانکا له ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلو ترمنځ د دوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمې لوبې سریلانکا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، چې دې لوبډلې د لوبې په ۳۷م اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او دافغانستان ته یې ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

دافغانستان کرېکټ بورډ وایي، د افغان ستورو په توپ اچونه کې فریدون داودزي او کامران هوتک هر یوه ۳، یما عرب ۲، خلیل احمد او محمد هارون خان هر یوه یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړل.

د سریلانکا له لوري ټاکل شوی هدف افغان ستورو د لوبې په ۳۳م اور کې یوازې د ۴ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

ظاهر څراغ

Back to top button