افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن له سریلانکا سره لوبه کوي

پنجره ورځپاڼه: افغان له ۱۹کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډله نن ماسپښین د افغانستان په وخت ۳:۳۰ بجې له سریلانکا سره د یوې ورځینۍ سیالۍ په موخه میدان ته کښته کېږي.

په تېرې لوبه کې چې د مارچ په ۲۸مه ترسره شوې وه افغان لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړې وه؛ خو دې لوبډلې تېره پنجشنبه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې په لوی توپیر ماتې منلزې وه.

افغان له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډله د روانې لوبلړۍ د جدول په سر کې ځای لري، چې درې لوبې یې ګټلي او دوه نورې یې بایللي دي. ورپسې د بنګله دېش لوبډله دویم او د سریلانکا لوبډله په درېیو ماتو سره درېیم مقام کې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button