افغان لوبډله نن له پاکستان سره لوبه کوي

‏افغان کرېکټ ملي لوبډله نن ماښام شپږ نیمې بجې د پاکستان کرېکټ له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله څلورمه لوبه له پاکستان سره تر سره کوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې وړاندې تر دې په دغه جام کې دوه لوبې ګټلې دي او یوه بله بایللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دغه جام په لړ کې سرلانکا لوبډلې د هندوستان لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

Back to top button