افغان ستوري راشدخان نوی ريکارډ جوړ کړ

پنجره ورځپاڼه: د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی او ځلانده ستوری راشدخان په شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ ويکټې ترلاسه کړې، چې په دې سره د افغانستان لومړی او له وېسټ انډیزي «ډي جې براوو» وروسته د نړۍ دويم لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې دومره ویکټې ترلاسه کوي.

خان څو ورځې وړاندې د محمد نبي پر ځای د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سياليو لوبډلمشر هم ټاکل شوی دی.

 راشدخان دمګړۍ د جنوبي افریقا په شل اوریزو تجارتي سياليو کې لوبيزي او د ممبۍ انډینیز کیپټاون د لوبډلې مشري هم ور ترغاړې ده.

Back to top button