افغان روباټ جوړونکې نجونې قطر ته لاړې
د افغانستان د روباټونو جوړونکو نجونو يوه ډله نن قطر هېواد ته د زده کړو لپاره لاړه.
د رسنيو د معلوماتو له مخې، د افغانستان روباټونو جوړونکو نجونو يوه ډله نن پنجشنبه د جولای په ۲۸مه قطر ته د زده کړو په موخه لاړه او هلته به د روباټونو جوړونې په برخه مهارتونه ترلاسه کړي.
سرچینې وايي، چې دغه ډله نجونې د ټول افغانستان له ۴۰۰ نجونو زدکوونکو څخه د درې پړاوونو له بېلابېلو آزموینو وروسته غوره شوي دي.
دغه راز سرچينې زياتوي، چې دغه نجونې به په قطر کې تر زده کړو بشپړولو وروسته بېرته هېواد ته راستنې شي.
د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وروسته او د طالبانو واکمنۍ سره سم، ګنې روباټ جوړونکې نجونې له هېواده بهر ته لاړې او هلته يې پناه واخيسته.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان د رباټ جوړولو مخکينی ټیم، چې یوازې نجونې پکې شاملې وې، په نړیواله کچه ښه ځلیدلی دی او ګنې جایزې یې هم تر لاسه کړې دي.