Trending

افغان کډوال: ايرانيانو سخت ځورولي يوو

له ايران څخه تازه ايستل شوي افغان کډوال د دغه هېواد د خلکو او پوليسو له ناوړه چلند ډېر شکايت کوي.

هغه افغان کډوال، چې په دې وروستيو کې تازه د ایران له لوري ايستل شوي، وايي هلته پوليسو او عامه وګړو ورسره ډېر ناوړه چلند کاوه.

دوی زياتوي، چې په دغه هېواد کې هېڅ بشري حقونو ته درناوی نه کېږي او په هر ډول لارو يې دوی ځورول، وهل ټکول او ناوړه چلند يې ورسره کړی دی.

په دې وروستيو کې د عامه ايرانيانو او پوليسو له لوري له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو په کور دننه او بهر يې د ګڼو خلکو سخت غبرګونونه راوپارولي دي.

له دې سره جوخت د بشري حقونو د څار نړۍ‌والې ادارې هم په ايران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند په کلکه غندلی او دا عمل یې غير انساني ګڼلی دی.

دا په په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې يوه ډله افغانانو د تبيان فرهنګي مرکز مشر يار‌محمد رحمتي تر مشرۍ لاندې په کابل کې د ايران سفارت مخې ته د دغه هېواد له همکارۍ مننه کړې ده، ايران يې خپل نږدې دوست بللی و او سفارت يې ورته په ګلانو بدرګه کړی و.

Back to top button