له افغان کډوالو سره توپیري چلند کېږي

د بشري حقونو څار سازمان وايي، چې اروپا له افغان کډوالو سره توپیري چلند کوي. 

د بشري حقونو د څار سازمان اجرائيه رييس کينيټ راټ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې، غرب او په ځانګړي توګه اروپايي هېوادونه له افغان کډوالو سره توپيري چلند کوي.

د نوموړي په وينا، اروپايي هېوادونه اوکراينيانو ته د افغان کډوالو په پرتله لومړيتوب ورکوي او دا له افغانانو سره ستر ظلم دی.

دغه راز هغه په همدې اړه يوې غونډې د خبرو پر مهال ويلي، چې ځينې هېوادونه اسلام ستيزۍ ته لمن وهي او نژادي توپير پالنه کوي.

رانټ کينيټ زياتوي، چې په ميليونونو اوکرايني کډوال په اروپايي هېوادونو ننوتي، خو په هيڅ هېواد کې ورته کمپونه ونه لګول شول، بلکې ټول په کورونو کې مېشت شول خو افغان کډوالو ته بيا دا ډول هرکلی ونه شو او هغوی په کمپونو کې ډېرې بدې شپې ورځې سبا کوي.

هغه همداراز ويلي، چې پر افغانانو سربېره د سوريې، اريتريا، سوډان او نورو اسلامي هېوادونو له کډوالو سره هم ورته چلند روان دی او په وينا يې، دې ته د اسلام ستيزۍ او نژادي توپيرپالنې پرته بل نوم نه شي ورکول کېدای.

Back to top button