افغاني سره مياشت: له اړمنو افغانانو سره مو ۳۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

پنجره ورځپاڼه: افغاني سره میاشت وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې يې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د طبيعي پېښو له زيانمنو او غربت ځپليو سره څه باندې ۳۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

دغې ادارې د یوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ياده مرسته په غربت ځپليو کورنیو او د طبيعي پېښو زیانمنو باندې وېشل شوې ده. د افغاني سرې مياشتې په خبرپاڼه کې راغلي، چې هرې يوې کورنۍ ته يې ۹ زره افغانۍ ورکړې دي.

د دې بشردوستانه ټولنې د معلوماتو پر له مخې، دغه مرسته يې په کابل، بادغيس، خوست، پکتیکا، پکتيا، پنجشير، اروزگان، کندهار، زابل، پروان، لغمان، لوگر، میدان وردګ ،ننگرهار، بغلان، تخار، سمنګان، غزني، دایکنډي، جوزجان، کونړ، فاریاب او کندوز ولایتونه کې وېشل شوې ده.

د ويلو ده چې افغاني سرې مياشتې ټولنې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې اړمنو او د طبيعي پېښو زیانمنو شوېو کورنیو سره مرستې کړې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button