له زلزله ځپلو سره د افغاني سرې میاشتې مرسته

د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د نغدي مرستو ترڅنګ د توکو مرسته هم وشوه.

د راپورونو د معلوماتو له مخې، ‏د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست او پکتیکا ولایتونو زلزله ځپلو سیمو ته پر نغدي مرسته سربېره د مرکزي ریاست له ګودامونو په ۱۵ موټرو کې ۴۰۰۰ کمپلې، ۸۰۰ خیمې، ۸۰۰ د پخلنځي لوښي،۸۰۰ ترپالونه، ۱۶۰۰ د اوبو بوشکې، سلګونه توشکې، بالښتونه، بړستنې او د خوراکي توکو مرسته ولېږل شوه.

راپورونه کاږي چې یادو ولایتونو ته په لوګر، خوست، پکتیکا او پکتیا کې د افغاني سرې میاشتې له نمایندګیو د ګڼو امبولانسونو، د اجسادو او ټپیانو د لېږد پر موټرو سربېره یو شمېر نور موټر هم لېږل شوي؛ ترڅو روغتونونو ته د ټپیانو او کورنیو ته د شهیدانو په لېږد کې مرسته وکړي.

په یادو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې ‏کارکوونکي، روغتیاپالان او رضاکاران لاس په کار شوي او هڅه کوي د زلزله ځپلو لاسنیوی وکړي.

د معلوماتو له مخې د ترکیې د سرې میاشتې او نړۍوال فدریشن له استازو سره هم د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ملا نورالدین ترابي له بېړنۍ ناستې وروسته نوموړو سیمې ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ولېږله.

Back to top button