په فرانسه کې د افغانانو لاریون

په فرانسه کې ميشت افغان کډوالو د ایران پر ضد لاريون وکړ.

په فرانسه کې ميشتو افغانانو، ایران کې له افغان کډوالو سره د ايراني عسکرو او عامو خلکو د ناوړه چلند په غبرګون کې ستر لاريون وکړ.

لاريون کوونکو په يو غږ له افغان کډوالو سره د ايرانيانو د ناوړه کړنو پر خلاف غږ پورته کړی او له نړۍ‌والو یې غوښتي دي، چې په دې تړاو د افغانانو د حق پوښتنه وکړي.

د رومل صافي په نوم ددې لاريون يو ګډونوال پنجره ورځپاڼه ته وويل: په افغانستان کې اقتصادي وضعيت خورا خراب شوی، کاروبار نشته، پانګونې ته څوک زړه نه ښه کوي‌ او افغانان مجبور شوي، څو خپل هېواد پرېږدي او په ډېرو سختو لارو بهرنيو هېوادونو ته کډوال شي؛ خو په وينا يې د ایران پر خاوره له دوی سره غير انساني چلند کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنيو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې په ايران کې له ميشتو افغان کډوالو سره د ايراني عسکرو او عامو خلکو له خوا غير انساني چلند شوی.

د‌ ايران ورته چلند په کور دننه او بهر د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button