افغان کرېکټ ملي لوبډله زمبابوې ته روانه شوه

کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو په موخه دغه هېواد ته روانه شوه. 

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله ویب پاڼه ليکي، چې د کرېکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درې نړۍوالو یو ورځنیو او درې نړۍوالو شل اوریزو سیالیو لپاره نن له غرمې وروسته دغه هېواد ته روانه شوه.

د کرېکټ بورډ په وينا، افغان لوبډله به د مهالوېش له مخې د راتلونکې جون میاشتې په څلورمه نېټه د کوربه لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې ورپسې به د جون میاشتې په دویمه لسیزه کې د یاد هېواد پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې هم ترسره کړي چې په همدې موخه نن افغان لوبډله یاد هېواد ته روانه شوه.

افغان لوبډله به له یوې اونۍ تمریناتو وروسته د یاد هېواد پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي چې د راتلونکې جون میاشتې په څلورمه، شپږمه او نهمه نېټه د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې دوام ومومي.

د کرېکټ بورډ د خپره شويو معلوماتو پر اساس، د یو ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به دواړه لوبډلې په همدې لوبغالي کې درې شل اوریزې سیالۍ هم د جون میاشتې په ۱۱مه، ۱۲مه او ۱۴مه نېټه ترسره کړي.

دغه راز د کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف دا لوبې خورا مهمې ګڼلي او له ملي لوبغاړو يې غوښتي، چې د هېواد او ولس لپاره ښې سيالۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې تر دې مهاله د کرېکټ نړۍوالې شورا په سوپر لیګ سیالیو کې ۹ لوبې کړې چې له منځه یې ۷ بریاوې خپلې دي او اوسمهال د ۷۰ نمرو په لرلو سره د جدول پنځم مقام له ځان سره لري.

Back to top button