د افغان نجونو ښوونځي دې پرانيستل شي

اروپايي پارلمان په افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت له لوري د نجونو ښوونځيو په تړاو پرېکړه غندلې ده او له طالبانو يې غوښتنه کړې، چې خپلې ژمنې عملي کړي.

د اروپایي پارلمان په يوې تازه ناسته کې د ياد پارلمان ټولو وکيلانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د‌ ښوونځيو دروازو تړل وغندل، له طالب سرپرست حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د ښوونځيو دروازې پرانيزي او خپلې ژمني عملي کړي.

دوی ويلي، چې طالب سرپرست حکومت ته په کار ده، چې د نجونو پر وړاندې د‌ زده کړو لار پرانيزي او ټول محدوديتونه لرې کړي.

همداراز د ياد‌ پارلمان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وکیلانو په افغانستان کې د ښوونځیو بندېدو تر څنګ په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر خراب وضعيت اندېښنه څرګنده کړې ده.

اروپايي پارلمان ويلي، چې د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي او د هغو ښځو او نجونو ستاينه يې کرې، چې د خپلو حقونو لپاره لاريونونه کوي.

طالب سرپرست حکومت د نوي کال په پيل کې له شپږم ټولګي پورته ټولو نجونو پر وړاندې تر امر ثاني پورې د ښوونځيو دروازې وتړلې، چې دغه کار يې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button