افغان کرېکټ لوبډله سبا ورځ له پاکستان سره لوبه لري

افغان کرېکټ ملي لوبډله به سبا د افغانستان پر وخت سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د شل اوریز نړۍوال جام لپاره د چمتووالي په لړ کې خپله دویمه تمریناتي سیالۍ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. 

د نړۍوال جام تمريناتي لوبو په لړ کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې له بنګله‌دېش سره هم يوه سيالي ترسره کړې، چې د په غټ توپير سره ګټلې ده.

د يادونې وړ ده، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به د نړۍوال جام په لومړۍ لوبه کې د انګلستان ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.

Back to top button