افغان کرېکټ ملي لوبډله نن ماښام يو ځل بيا لوبه لري

د افغان د کرېکټ ملي لوبډله نن ماښام د اسیا کپ سیالیو په دویم پړاو کې د سریلانکا له لوبډلې سره لوبه لري. 

دغه لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو متحده عربي اماراتو د شارجې په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې پیل کیږي.

د اسيا کپ سياليو په لړ کې دا دویم ځل دی، چې د افغان کرېکټ ملي لوبډله او سریلانکا سره مخامخ کیږي او افغان لوبډلې وکولای شول، چې د لومړي لپاره په شل اوریزه لوبه کې دغې لوبډلې ته يوه ستره ماته ورکړي.

افغانستان په دویم پړاو کې دویمه لوبه د پاکستان د لوبډلې سره لري چې د همدې میاشتې په ۷مې د چارشنبې په ورځ کیږي او دریمه لوبه یې د هند د لوبډلې سره پنجشنبه د سپټمبر په ۹مه ده.

Back to top button